کندهار کې یو ځانمرګی بریدګر له موټربم سره یو ځای هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۰:۷
4

په کندهار ولایت کې د ترهګرو طالبانو اړوند یو ځانمرګی بریدګر د چاودېدونکو توکو له یوه ډک موټر سره یو ځای موخې ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.
یاد ترهګر غوښتل چې تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات سیمه کې ځانمرګی برید ترسره کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه؛ د کندهار ښار د نهمې حوزې په عیدګاه سیمه کې هم د ترهګرو طالبانو دوه ماین خښوونکي د ماین د ځای  پر ځای کولو پر مهال له پولیسو سره نښتې، چې په پایله کې یې یو ترهګر وژل شوی او بل یې په ټپي حالت کې له یوه کړۍ ماین سره یو ځای نیول شوی دی.