کندهار کې د بریدګرو اوه کسیزه ډله ونیول شوه
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د غلچکي بریدګرو اوه کسیزه ډله نیولې ده.
له یادو کسانو څخه دوه میله تفنګچې او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دا کسان په کندهار ښار کې نیول شوي او خپل جرم یې منلی دی.