کابل کې ۳۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۹:۳
7

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پینځمې، اتمې، نهمې، لسمې، شپاړلسمې، اولسمې او یوویشتمې ناحیو او همدارنګه د میربچه‌کوټ او پغمان ولسوالیو په اړوند سیمو کې د قتل، ژوبلې، د موبایل غلا، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، د وسایطو غلا، د عامه امن او نظم د اخلال او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه درې میله تفنګچې او درې عرادې لېږدوونکې واسطې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.