کابل کې د وسایطو پنځه غله ونیول شول
درېیو غلو تېره ورځ د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې په اړوند "شتل سړک" سیمه کې یو عراده کرولا ډوله موټر غلا کړی و، چې په لړ کې یې پولیسو عملیات ترسره کړي او په پایله کې يې یاد کسان تر پېژندنې وروسته نیولي او غلا شوې واسطه یې هم څښتن ته سپارلې ده.
بلخوا؛ دوه نورو غلو هم د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو عراده سوزوکي موټر غلا کړی و او چلوونکی یې شهید کړی و، چې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.