کابل کې د امنیتي میثاق پر بنسټ څو تنه د جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۲:۲۹
8

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق د اډاڼې له مخې د کابل ولایت په اړوند سیمو کې د مجرمینو د نیولو په موخه څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه د جرمونو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کابل ښار په شپږمې او یوویشتمې ناحیو کې دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، په دولسمه ناحیه کې دوه تنه د کمېشن کارۍ، په لسمه او اولسمه ناحیو کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او یو کس د یوه ځوان د قتل د قضیې، په یوولسمه ناحیه کې دوه تنه د وسله والو غلاو او شکونې، په پنځلسمه ناحیه کې یو کس د ژوبلې او همدارنګه په شکردره ولسوالۍ کې هم یو کس د پلېټ نمبرونو د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د کابل پولیسو د راپور پر بنسټ د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې شپږ جنايي او دوه ترورېستي پېښې هم رامنځته شوې دي.
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق د طرحې له مخې د مجرمینو او د عامه امن او نظم د اخلال کوونکو د نیولو په پار خپل عملیات لا ګړندي کړي دي.