کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۹:۵۵
ض

نن سهار د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د دولسمې حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یو لړ چاڼیز عملیاتو په ترڅ کې څو کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي او په یاده سیمه کې یې یو شکمن کس د تخریبي کړنو په تړاو نیولی دی.