کابل ولایت کې له ۲۵۰۰ څخه زیات نشه يي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، یو تن د نشه يي ټابلیټونو د پلور پر مهال له ۲۵۲۰ دانو یادو نشه یي ګولیو سره یو ځای د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ونیوه.
د یاد شوي کس دوسیه به له ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.