کابل او بلخ کې څلور تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ او همدارنګه د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۴:۵۱
y

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ او همدارنګه د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې یوه درې کسیزه ډله له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوې ده.
همداراز د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کس د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په تور له شپږ قبضو تفنګچو، یو اندازه مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره نیول شوی دی.