پکتیکا کې پنځه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۱:۱۰
5

د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مرکز ښرنه، سروبي، یوسف خېلو او بکي خېلو ولسوالیو کې پنځه کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
ترهګرو یاد ماینونه پر عامه لارو د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.