پکتیکا کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

ملي پولیسو د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند په ملا کلا سیمه کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه نیولې ده.
ترهګرو طالبانو د ملا کلا سیمې په اړوند برخو کې د سړک پر غاړه یو کړۍ ماین خښ کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.