پکتیکا کې د درېیو ترهګرو طالبانو د نیول کېدو سربېره درې وسله وال غله له یو شمېر وسلو او نشه يي توکو سره ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
ذ

پولیسو د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او خیرکوټ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د درېیو ترهګرو طالبانو د نیول کېدو سربېره درې وسله وال غله له یو شمېر سپکو او درنو وسلو او نشه يي توکو سره یو ځای نیولي دي.
په نیول شویو وسلو کې یو میل پیکا، یو میل تفنګچه، درې میله کلاشینکوفونه، یو ډېر شمېر مهمات او یو شمېر نشه يي توکي د چرسو، ښيښه او تریاکو له ډوله شامل دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته وسپارل شوې دي.