پکتیکا او نیمروز کې ولسوالیو ته ۷ هایلکس موټر او ۲ موټرسایکلونه وسپارل شول
د امنیتي چارو د ښه تنظیم، د شرطې منسوبینو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرولو او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د کورنیو چارو وزارت له لوري د پکتیکا او نیمروز ولایتونو امنیې قوماندانيو ته ورکړل شوي ۷ هایلکس موټر او ۲ موټرسایکلونه د اړوندو مسؤلینو له لوري د یادو ولایتونو ولسوالیو ته وسپارل شول.
په دې لړ کې، د ۲۰۲۶ کال ماډل ۳ هایلکس موټرونه د پکتیکا ولایت د شکین، نعمتآباد او تروې ولسوالیو او ۲ موټرسایکلونه د زیړوک ولسوالۍ ته ورکړل شول. همدارنګه، ۴ هایلکس موټرونه د نیمروز ولایت د کنګ، چخانسور او چهاربرجک ولسوالیو ته وسپارل شول.
یاد وسایط به د امنیتي چارو د ښه ترسره کولو، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په برخه کې وکارول شي.