پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۸ کلنه خونړۍ دښمني پای ته ورسېده
د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په علي خېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۸ کلنه خونړۍ شخړه، چې له امله یې له دواړو لوریو څخه څلور تنه وژل شوي او درانه مالي زیانونه پکې اوښتي وو، د یاد ولایت د مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور په شتون کې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په نوښت او د دیني عالمانو او قومي مشرانو په دوامداره هڅو حل او فصل شوه.
د دې روغې جوړې په مراسمو کې مسوولینو د شریعت له نظره د عفوې او سولې پر اهمیت خبرې وکړې او ښکېل اړخونه یې په مینه او اخوت کې ژوند کولو ته راوبلل. د یادو کورنیو مشرانو هم د مسوولینو او مصلحینو له هلو ځلو مننه وکړه او د منځګړو لخوا شوې پرېکړه یې په ورین تندي ومنله.