پکتیا کې امنیتي ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۳:۵۹
asdfasf

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري چینې کلي په سیمه کې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په پایله کې  ۸ زره د MP مرمۍ، ۱۲ د نارنجک مرمۍ او ۵۰۰ د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه کړې، چې قاچاق‌وړونکو په یوه خوندي ځای کې پټې کړې وې. همدارنګه د لویې لارې کنډک اړوند د خوست پل مسؤلینو د پلټنې پر مهال ۵ میله توپنچې او د هغو ۵۰ مرمۍ هم ترلاسه کړې دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاد مهمات له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاق په موخه لېږدول کېدل، چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شول.

د یادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو امنیتي ځواکونو د خپلو کشفي سرچینو له لارې د عاملینو هویت تثبیت کړی چې له بشپړو څېړنو وروسته به یې ونیسي او قانوني چلند به ورسره وشي.