پکتیا ته نوی امنیه قومندان معرفي شو

پکتیا – الحاج شیرعلي "جندالله" د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ د پکتیا ولایت د نوي امنیه قومندان په توګه وټاکل شو. یاده غونډه د پکتیا امنیه قومندانۍ په تالار کې د یاد ولایت د مرستیال والي الحاج شیخ انعامالله "صلاح الدین"، د امنیه قومندانۍ مسؤلینو، د ولسوالیو د امنیه قومندانانو، دیني علماوو او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شول. په مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي د پخواني امنیه قومندان الحاج پاسوال مولوي محمد عمر "مخلص" څلور کلن خدمتونه وستایل او نوي امنیه قومندان ته یې د بریا هیله څرګنده کړه. همداراز، د غونډې ویناوالو د اطاعت او وحدت پر ارزښت ټینګار وکړ او د نوي امنیه قومندان لپاره یې د لا زیاتو بریاوو دعا وکړه. مراسم د علماوو د شورا د استازي له لوري په دعایې سره پای ته ورسېدل.