پکتیا او بغلان کې د څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوه ماین چاودنو مخه نیولې.
ترهګرو طالبانو د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په خیرکلا کلي کې د ترهګریزو پېښو په موخه ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې کشف او شنډ شول.
همداراز د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم د دوه بشکه يي ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د بغلان ولایت د خواجه الوان پر لاره د یوه پلچک لاندې ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو له خوا پر وخت کشف او شنډ شول.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره د لویو ترهګریزو پېښو او ملکي مرګ ژوبلو مخه نیول شوې ده.