پولیسو په ننګرهار کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ضبط کړي

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
z
د ننګرهار ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د خوږیاڼیو ولسوالۍ په اړوند حکیم اباد سیمه کې د سړک غاړې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
په یادو مهماتو کې اته ډزه د هاوان ګولۍ، پنځوس ډزه د دهشکې ګولۍ، شپږ ډزه بم غورځوونکي او یو لاسي بم شامل دي.
ترهګرو غوښتل چې له دې مهماتو په ترهګریزو کړنو کې ګټنه وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.
د یو بل خبر له مخې؛ د خوږیاڼیو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو تن د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی دی.