پولیسو درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي
د ننګرهار او کونړ ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه دوه تنه یې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ او یو تن یې د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د چرسو له ډوله هم کشف او ضبط شوي دي.