په کندوز ولایت کې د نږدې ۱۰۰ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۶
asdsaf

د کندوز ولایت د امنیې قومندانۍ نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو کشفي عملیات په مهال د دغه ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه ونیول.
یادو کسانو غوښتل چې ۹۶ کیلوګرامه تریاک په ماهرانه ډول په دوو موټرو (فورټینر او خلیجي) کې ځای پر ځای او قاچاق یې کړي، خو دامنیتي ځواکونو له لوري له نشه‌يي توکو سره یوځای ونیول شول.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.