په کندهار کې د شرطې روزنیز مرکز ۱۰ بستریز کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کورنیو چارو وزارت اړوند د کندهار د شرطې ښوونیز او روزنیز مرکز په قومانداني کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او په معیاري امکاناتو د منسوبینو د برخمنولو په موخه ۱۰ بستریز کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا کلینیک په عصري روغتیايي وسایلو او امکاناتو سمبال دی، چې نوی درملتون، ۱۰ عصري بسترونه، بېړنۍ (عاجله) څانګه او د ناروغانو د معاینې او لومړنیو روغتیايي خدمتونو (OPD) څانګه پهکې شاملې دي.
د دې مرکز مسوولین وایي، چې د روغتیايي پاملرنو د لا پراختیا په موخه پلان لري په نږدې راتلونکي کې په یاد کلینیک کې د غاښونو د درملنې او لابراتوار مجهزې څانګې هم فعالې کړي.