په کابل او پکتیا کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي
              د پکتیا ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې دوه تنه مسلح کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تړاو نیولي. 
له نیول شوو کسانو څخه ۳۳ کیلو ګرامه خام چرس او ۷۵ کیلو ګرامه د چرسو تخم هم ترلاسه شوې دي.
په ورته وخت کې، د کابل پولیسو یو تن له دوه کیلو ګرامه شیشې سره د دغه ولایت د اومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیولی.