په پروان ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی او یو شمېر مهمات نیول شوې

د پروان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د ثابتو او سیارو چکپاینټونو او ګزمو په ترڅ کې نږدې ۲۰ کیلوګرامه نشه یي توکي (چرس) ونیول شول. همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د جبل السراج او سالنګ ولسوالیو په مربوطاتو کې ۲۳ فیره د هاوان او ۵ فیره د ۸۲ ملي مترۍ مرمۍ کشف او ضبط کړي دي.
ورته مهال، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د نشه یي توکو د کرکیلې د له منځه وړلو ترڅنګ څلور تنه د نشه یي توکو پلورونکي له سلګونو نشه یي ګولیو او سلګونه ګرامه نشه یي توکو سره یو ځای نیولي دي.
نیول شوي کسان به د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې د ښار، لویو لارو، تفریحي ځایونو او مهمو اماکنو امنیت خوندي دی.