په هرات ولایت کې ۱۵ عرادې غلا شوي موټرسايکلونه ترلاسه شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۶
sfgsfg

 

​د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو تن مسلکي غل، چې د یادې حوزې په اړوندو سیمو کې یې د ښاریانو نقلیه وسایط غلا کول، ونیوه.
​د دغه نیول شوي کس څخه ۱۵ عرادې غلا شوي موټرسايکلونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي. نیول شوی کس دا مهال تر پوښتنو لاندې دی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.