په هرات ولایت کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۱ تنه ونیول شول
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه یو زر او ۳۸۶ د نشهيي ټابلیټونه او یوه اندازه چرس هم ترلاسه شوي دي. یاد کسان به تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.