په میدان وردګو ولایت کې د معلوماتي سیستم (Core IMS) د بشپړ تطبیق په موخه روزنیز سمینار پای ته ورسېد

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۵۷
sadfasdf

په دغه سمینار کې د کورایمس سیستم اړوند مهم موضوعات لکه د سیستم پېژندنه، جوړښت، د امنیتي برخو کارونه، د لوژستیکي موادو ثبت او مدیریت، اکمال او د تدارکاتي چارو جوړښت په منظم ډول تدریس شول.
مولوي الله‌نور «ناصح» د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال د دغه سیستم له تطبیق څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دغه سیستم به د امنیه قوماندانۍ د چارو په تنظیم، شفافیت، د لوژستیکي موادو په ثبت، راټولولو او د امنیتي معلوماتو په مدیریت کې اغېزمن رول ولوبوي.
د سمینار په پای کې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوی.