په سمنګان ولایت کې له ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه
د سمنګان امنیې قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، په یاد ولایت کې د مؤظفې کمېټې له لارې پر ۱۵۰ مستحقو اړمنو او سوالګرو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وویشلې.
په یادو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او نور لومړني توکي شامل وو.