په سرپل ولایت کې دوه ماشومان د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۶
سیبس

د سرپل ولایت امنیې قومندانۍ پولیسو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د دغه ولایت د مرکز اړوند د قاضي‌کېنتي کلي په مربوطاتو کې، دوه تښتول شوي ماشومان تر ۱۱ ساعتونو وروسته د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلي او خپلو کورنیو ته یې وسپارل.

په دې تړاو دوه تنه انسان‌تښتوونکي نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.