په بلخ کې اووه تنه د نشه يي توکو پلورونکي ونیول شول
د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، د څو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د مزارشریف ښار څخه اووه تنه د نشه يي توکو پلورونکي له بېلابېلو مقدارو نشه يي توکو او نورو ممنوعه توکو سره یو ځای نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۶ کیلوګرامه چرس، ۴۰۰ د «ټابلیټکا» ګولۍ، ۹ بوتله الکولي مشروبات، ۱۹ پاکټه پریګابالین ګولۍ، ۴ کیلوګرامه د «ټابلیټکا» د جوړولو خام مواد، ۲ مخابرې، ۲ لاسي بمونه او ۱ میل کلاشینکوف ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي.