په بلخ او تخار ولایتونو کې له ۵۴۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۵:۲۵
شیسبشسیب

​د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پر ۳۱۴ اړمنو او سوالګرو کورنیو، چې تر دې وړاندې د مؤظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، ۱۲ قلمه خوراکي توکي ووېشل.
​په ورته وخت کې، د تخار ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو پر ۲۳۰ اړمنو او سوالګرو مستحقو پېژندل شویو کورنیو د کور پر سر ۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشله.