په بدخشان ولایت کې ۲۳ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال څلور تنه هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې د دې ولایت د کشم ولسوالۍ له بازار څخه ۲۳ کیلوګرامه چرس قاچاق کړي.
نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.