په بادغیس ولایت کې د لېرې پرتو ولسوالیو د پولیسو ځواکونو ته د ۱۰۰ موټرسايکلونو د وېش بهیر پیل شو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۰
asdfasdf

په یاد ولایت کې دغه موټرسايکلونه د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د غوښتنې او د کورنیو چارو وزارت د مقام د تایید پر بنسټ، د تأمیناتي چارو د معینیت له لوري چمتو شوي او د جوند، قادس او تګاب‌عالم ولسوالیو د پولیسو ځواکونو ته به ووېشل شي.

د دغو وسایطو وېش د دې لپاره ترسره کېږي، څو په یادو لېرې پرتو او غرنیو سیمو کې د امنیتي حضور پیاوړتیا، د دندو د ترسره کېدو چټکتیا او د سیمو د لا ښه څارنې زمینه برابره شي.