په اوو ولایتونو کې؛ ۴۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې په څو بېلابېلو عملیاتو کې ۴۲ تنه په لغمان، کونړ، پروان، بلخ، جوزجان، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې نیولي دي. نیول شوي کسان به د دوسیو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه د عملیاتو پر مهال له درې کیلوګرامو زیات چرس او ۱۴۵۶ قرصه نشه يي ټابلېټونه ( کپسولونه) هم ترلاسه شوي دي.