پروان کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول.
د پروان ولایت د امنیه قومندانیو منسوبینو د یاد ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له یوه کوره یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
په یاد عملیات کې یو میل کلاشینکوف له ۴۲ شاجورونو او مهماتو سره، ۲۲ میله بېلابېل ډوله وسلې، یو میل پنځه ټکه وسله او ۱۱ لاسي بمونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
تراوسه د یادو وسلو په تړاو څوک ندي نیول شوي خو د پولیسو څېړنې روانې دي.