پاسوال جمعه‌ګل همت د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه وګومارل شو

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۳:۴۴
t

پاسوال جمعه‌ګل همت نن سهار د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین له لوري د کابل ولایت د نوي امنیه قومندان په توګه د یادې قومندانۍ منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کابل د نوي امنیه قومندان د معرفي پر مهال وویل، چې د امنیتي میثاق برنامه د کورنیو چارو وزارت له مهمو موخو څخه ده او هیله کېږي څو د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه د دې برنامې د تطبیق په برخه کې خپل کاري تمرکز لا زیات کړي.
ستر امنیتي معین د کابل اوسنی وضعیت د منلو وړ ونه بللو او د دې ولایت نوي امنیه قومندان ته یې دستور ورکړ، څو د امنیت د ټینګښت، له جرمونو سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ په برخو کې لا زیاته هڅه وکړي.
په همدې حال کې د کابل ولایت نوي امنیه قومندان پاسوال جمعه ګل همت ډاډ ورکړ، چې د امنیت ساتنې او د قانون د تنفیذ به برخو کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.