وردګو کې پنځه ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنیز درې او ډنډو کلي کې یو لړ شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال درې ترهګر طالبان ژوندي نیول شوي او د ترهګرو طالبانو یو زیات شمېر چاودېدونکي توکي او څلور موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
همداراز تېره ورځ ملي پولیسو د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ په خالک تکانه کلي کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د مسعود په نوم یو ترهګر طالبان ژوندی نیولی.
مسعود د امین الله زوی دی، چې د دې ولسوالۍ په ګڼو ترهګریزو بریدونو او د سړک غاړې ماین اېښودنو کې یې فعاله ونډه درلوده.