هلمند کې لس ځانمرګي واسکټونه د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۳ - ۱۷:۳۲

د هلمند ولایت د لغمانیانو د دوه لارې په خروټي سیمه کې، د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لس ځانمرګي واسکټونه، دوه بوجۍ چاودېدونکي توکي، اته بوشکې جوړ شوي ماینونه او یو شمېر تخریب شوې وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
د دې ترڅنګ؛ د افغان ځوکونو له خوا ۵۰ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او له منځه تللي دي.