هرات کې یو وسله وال غل وژل شوی او بل یې ټپي دی.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۱:۴۷
غ

دو وسله والو غلو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې له وسلو په استفادې د حلقوي سړک په اړوند سیمو کې یو عراده مازدا ډوله موټر له یوه هرات مېشتي غلا کړی و.
د ګذرې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ کشفي او امني پرسونل په یوه بېړني اقدام کې له پولیسو سره نښتی، چې په پایله کې یې یو وسله وال غل وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
له یادو وسله والو غلو یو میل تفنګچه د پولیسو لاسته ورغلې او تښتول شوی موټر بېرته څښتن ته یې سپارل شوی دی.