هرات کې یو ترهګر ووژل شو.
د ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو یو ترهګر په هرات ولایت کې ووژلو.
تېر ماښام یاد ترهګر د روژماټي پرمهال د ملي اردو یو منسوب د شینډنډ ولسوالۍ په شوز بازار کې په شهادت ورسوه او وروسته یې غوښتل له سیمې وتښتي، چې د ملي پولیسو او ملي اردو د چټک غبرګون له امله د هرات ولایت د کوه زور او زېرکوه ولسوالیو ترمنځ پوله کې له پېژندلو وروسته ووژل شو.
له وژل شوي ترهګر یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.