هرات کې څه کم ۲ زره او درې سوه نشهیي ګولۍ کشف او ونیول شوې
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د هرات ښار په درېیمې او پنځمې امنیتي حوزو کې څلور تنه د دوه زره او ۲۹۶ نشهيي ګولیو سره یو ځای نیولي دي.
نیول شویو کسانو غوښتل یادې نشهيي ګولۍ قاچاق کړي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول. دغه کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.