هرات کې څلور تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۹:۴۸
5

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه د ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه څلور میله وسلې او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.