هرات کې له شپږو ماین چاودنو مخنیوی شوی او تخار کې یو ماین خښوونکي نیول شوی

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په ګذرې، اوبې او شینډنډ ولسوالیو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو شپږ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
بلخوا یوه ترهګر طالب چې غوښتل یې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، د پولیسو او ملي امنیت منسوبینو د ګډو عملیاتو په پایله کې له یو کړۍ ماین سره یو ځای نیول شوی دی.