هرات کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۰:۵۰
9

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه یي توکو د پلور او د وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د هرات ښار د اومې، اتمې او لسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې څلور تنه د نشه يي توکو او الکولي څښاکو د پلور او همدارنګه د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې بیا دوه تنه د وسله والو غلاو په ځانګړې توګه د خلکو د قیمتي مالونو د لوټولو په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه نږدې یو کیلوګرامه "تریاک، چرس او ښيښه" او همداراز یو اندازه الکولي څښاک، یوه قبضه تفنګچه او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته  اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.