هرات کې د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت اړوند د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ محافظتي قطعې قوماندانۍ له قرارګاه څخه ۱۰۰ تنه ساتونکي له نظامي، مسلکي او عقيدتي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ او د ملي شتمنیو د ساتلو په موخه ټولنې ته وړاندې شول.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۲۷
sfsfs

هرات کې د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت اړوند د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ محافظتي قطعې قوماندانۍ له قرارګاه څخه ۱۰۰ تنه ساتونکي له نظامي، مسلکي او عقيدتي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ او د ملي شتمنیو د ساتلو په موخه ټولنې ته وړاندې شول.
تازه فارغ شوو ساتونکو په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې چمتو دي په ټول هېواد کې د امارتي، نړیوالو او خصوصي سکټور پروژو، په ځانګړي ډول د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ پروژې ساتنه وکړي.