هرات کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیول شوی
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
یاد کس عبیدالله نومېږي او په هرات کې د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون غړی دی.
عبیدالله نومي د هرات ولایت په انحیل، ګذره او زنده جان ولسوالیو کې په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کړی دی.
له یاد کس څخه ترهګرو طالبانو ته تړلي یو شمېر اسناد او یو قطعه پېژند کارت هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.