هرات کې د ترهګرو طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۳۷ ترهګر طالبان ووژل شول.

د هرات ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالعزیز انصاري د امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ټپي او د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان په ګډون ۳۷ نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان صفي الله چپات هم شامل دی.
د هرات ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی والي له پنځو همکارانو سره یې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ټپي شوی دی.
یاد عملیات له څلورو ورځو راپدېخوا د هرات ولایت په پشتون زرغون او اوبې ولسوالیو کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو، د ملي امنیت ځواکونو، د هوايي ځواکونو او دفاعي ځواکونو لخوا پرلاره اچول شوي دي.
د عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه وړل شوي او طالبانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه پکې اوښتي دي.