هرات، سرپل او پکتیا کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی وشو.
د هرات او سرپل ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې کړۍ بېلابېل ماینونه چې ترهګرو طالبانو په یو شمېر سیمو کې ځای پر ځای کړي وو، کشف او له منځه یې وړي دي.
دا ماینونه ترهګرو د هرات په کهسان ولسوالۍ او د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي وو.
همداراز د پکتیا ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو هم یو کړۍ ماین د دې ولایت په مرکزي سیمو کې کشف او شنډ کړی دی.