ننګرهار کې ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱ - ۱۰:۴۴
moi

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د منسوبینو له خوا، ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله، چې په څلورو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو؛ کشف او ضبط شول. د یادې قضیې په تړاو پنځه تنه نیول شوي دي.