ننګرهار کې یو کس د ترهګریزو بریدونو د سازماندهي په تور ونیول شو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۲
2

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د ترورېستي بریدونو د طرح او سازماندهي په تور نیولی دی.
همداراز په همدې ولسوالۍ کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال یو عراده پیکپ موټر چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې استفاده کېده؛ ترلاسه شوی دی.