ننګرهار کې یو نوی ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوی او د قضیې پنځه تنه عاملین یې نیول شوي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۹:۴۴
7

 د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یو نوی ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی او د دې قضیې عاملین یې چې پنځه تنه دي، نیولي دي.
تښتول شوی نوی ځوان کله چې ښوونځي ته پر لاره روان و، د دې کسانو لخوا برمته شوی و.
د دې قضیې تر پېښېدو وروسته؛ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي او اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د یادې قضیې درې تنه عاملین نیولي او د دې کسانو د اعترافاتو په پایله کې پولیسو تعقیبي عملیات ترسره کړل، چې د سرخرود ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې یې دوه پاتې عاملین هم نیولي او تښتول شوی کس یې ازاد کړی دی.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف وسله هم ترلاسه شوې ده.