ننګرهار کې ګڼ شمېر غیرقانوني وسلې او مهمات ضبط شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۴:۵۴
1

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په دور بابا ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د ګڼ شمېر غیرقانوني سپکو او درنو وسلو د لېږد په تړاو نیولی دی.
پولیسو له یاد کس څخه ۳۳ میله تفنګچې، ۶۶ عدده شاجورونه او ۱۱۲۰ ډزه مکروف ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
د یادونې وړ ده چې نیول شوي کس ضبط شوې وسلې او مهمات په یو عراده سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای کړې وې، چې د پولیسو د پر وخت اقدام په پایله کې نیول شوې او له تورن کس څخه د پولیسو لا زیاتې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.